د ملي امنیت عمومي ریاست نن(سېشنبې د تلې۱۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې ریاست ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو درې کسیزه" ترهګره" ډله نیول شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادو کسانو پهع کابل کې د یو شمېر ترهګریزونو بریدونو چمتوالی نیولی وه.
خبرپاڼې وړاندې لیکلي دي چې یاد کسان د قاري قسیم په نامه د طالبانو یوه غړي په لارښوونې کابل ته د یو شمېر موخو پېژندګلوي لپاره کابل ته راغلي وو.
همداراز د ملي امنیت خبرپاڼې لیکلي:"نیول شویو کسانو غوښتل دترهګریزو بریدونو لپاره په کابل کې له یو شمېر سیمو څخه عکسونه واخلي."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.