Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ څلور تنه غړي وژلي

ناپژانده کسانو د کابل په اوومه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړوي وژلي دي.

د دغې کورنۍ خپلوان وايي چې ناپېژانده کسان نن له غرمې وروسته (یکشنبې د مرغومې په ۲۹مه) د ټرانسپورټ وزارت د یوه کارکوونکي کور ته په ننوتلو سره د هغه مېرمن، دوه لوڼې او یو زوی د تېشې په ګوزار سره وژلي او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د دغې کورنۍ د خپلوانو په ویناو د دغې کورنۍ پلار کله چې ماښام له دندې کور ته راستنېږي، د خپلې کورنۍ په وینو له ککړو مړو سره مخ کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه پلټڼې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې مخکې د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د چرګانو پر یوه فارم وسله والو غلو برید کړی او د دغه فارم یو ساتونکی یې په ډزو سره وواژه.

شریک یي کړئ