Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانټیننټل امنیتي چارواکي: له بریدګرو سره دننه له هوټله همکاري شوې

د کابل – بلخ خصوصي امنیتي شرکت د انټر کانټیننټل هوټل د امنیت د تأمین مسوولیت یې درلود، وايي چې د دغه هوټل امنیتي وسایل، له هغې ورځې چې د دغه شرکت ماموریت پيل شو، خراب وو.

د دغه شرکت عملیاتي مسوول، له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې پر کانټیننټل برید کې ځينو کسانو له دننه له بریدګرو سره همکاري کړې ده.

دغه راز، د کابل- بلخ امنیتي شرکت مسوول د انټر کانټيننټل هوټل زړې وسلې پر دغه هوټل د بریدوګرو د نفوذ اصلي لامل بولي.

د کابل بلخ امنیتي شرکت عملیاتي مسوول بایټ کاني په دې اړه وویل:« د هوټل امنیتي مسوولینو د هوټل امنیتي کمرې څارلې د اکسرې ماشین يې هم خپله اداره کاوه، د تېرکال د ډيسمبر ۳۱مې نېټې راهیسې موږ د دغه هوټل امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه واخیست دغه ماشین خراب شوی وه او هېڅ کله هم بیا جوړ نه شو تر هغې چې پېښه رامنځته شوه.»

د دغه کس پرخبره ټول اړین کارونه یانې امنیتي برجونه يي جوړ کړي وو، خو د هوټل دننه یو شمېر کسانو له برید ګرو سره اړیکه لرله او هوټل ته د بریدګرو د دننه کېدو زمینه لا پخوا برابره شوې وه.

د دغه شرکت عملیاتي مسوول زیاته کړه:« ما څو ځله چې د هوټل عملیاتي خونه کې وم د هوټل مسوولینو ته وویل چې د هوټل امنیتي کامرو تصویرونه زما له کوټې سره هم ونښلوۍ، هغوی ماته یو بله کوټه راکړې وه ما له هغوی یو ټلوېزیون وغوښت او دوی به ویل چې سبا سبا.»

ذبیح الله نصریي پر انټر کانټيننټل هوټل له بریده روغ وتلی، خو په داسې حال کې چې د برید پرمهال يې څو نور ملکي وګړي هم ژغورلي دي.

نوموړي د برید په سختو شېبو کې د هوټل دننه او د باندې د ځینو صحنو انځورونه هم پر خپل ګرځنده ټلېفون (موبایل) کې اخیستي دي.

ده ته هغه تصویرونه ور په یاده وي چې د هوټل نور میلمانه شاوخوا دوه ساعته په توره تیاره کې پټ  وو او هېڅوک يې مرستې ته نه راتلل.

هغه وویل:«ډزې د هوټل له دهلیزه پیل شوې او کله چې موږ غوښتل له رسټورانټه د دهلیز په لور ولاړ شو، و مو لیدل چې دوه تنه نور هوټل ته راننوتل!»

پر دغه هوټل له بریده یوه اوونۍ تېرېږي خو لاهم د پېښې ډېری اړخونه نه دي روښانه شوي.

امنیتي بنسټونه د پېښې د جزییاتو ورکولو پر ځای یو بل مسوول بولي.

خو ایا د هوټل پر امنیتي مسوول د دغه برید مسوولیت وراچول، به د شرکت مسوولیت راکم کړي؟

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي وايي:«کله چې له یوه خصوصي امنیتي شرکت سره تړون کوي، هغه شرکت باید د تړون ټول موارد په پام کې ونیسي.له دې مخکې چې تړون وکړي او د خپل مسوولیتونه درک کړي، خپل مسوولیتونو ته دې متوجه وي. دولت هم دا ذکر کړې وي چې دا مسوولیتونه تاسو ته متوجه دي.»

تمه کېده چې د اوونۍ په وروستیو ورځو کې به حکومت پردغه هوټل د برید جزییات له خلکوسره شریک کړي خو دا کار د همدې اوونۍ شنبې ورځې ته وځنډېد د شنبې پر ورځ هم هېڅ کوم امنیتي بنسټ مسوول په دې اړه جزییات ورنه کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه