د کاپیسا ولایت امنیه قومندان، عبدالبصیر خپلواک ادعا کوي د بهرنیو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې په برید کې پنځه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
ده نن(یکشنبې د لیندۍ په ۴مه نېټه) وویل دا طالبان په تګاب ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته وژل شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.
په همدې حال کې طالبان وايي چې په برید کې وژل شوي کسان ملکي کسان دي.