Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرام الدین کریم: حکومت مې له دوسیې سره سیاسي چلند کوي

د فوټبال فډراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د دې سربېره چې کابو یو کال کېږي تر عدلي څار لاندې دی، په دې وروستیو کې پنجشېر ولایت کې په یوې غونډه کې حضور پيدا کړ.

کرام الدین کریم په دغې غونډه کې وویلي دي حاضر دی چې د هغه تورونه وڅېړل شي؛ خو ادعا یې کړې ده چې حکومت د هغه له دوسیې سره سیاسي چلند کوي.
 
پرکرام الدین کریم تور دی چې د هېواد د فوټبال ښځينه لوبغاړې یې جنسي ځورولې دي. هغه د فوټبال د نړیوال فډراسیون له خوا له سپورټي فعالیتونو محروم شوی او همدارنګه حکومت کابو یو کال مخکې د هغه د نیولو فرمان صادر کړ.

په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د هغه د نیولو لپاره په پنجشېر ولایت کې عملیات ترسره کړل، خو بریالي نه شول چې کرام الدین کریم ونیسي.
 
د فوټبال فډراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم وايي:«زه حاضر یم، حاضرېږم او حاضر به شم، په هغه صورت کې چې دوی (حکومت) لږ تر لږه یو قانوني مورد په پام کې ونیسي! ولې نه زه حاضر یم.»
 
هغه زیاته کړه:«که چېرې مجرم وم، محکمې ته حاجت نشته. زه د دې واک خپلو خلکو ته ورکوم هره سزا چې پرما کېږدي منم یې.»
 
هغه څه چې په دې غونډه کې د نوموړي له حضور وروسته پوښتنې راوړلې کړي دي، د نوموړي د نیولو لپاره د پنجشېر ځايي چارواکو نه اقدام کول دي. په داسې حال کې چې یوکال کېږي لویې څارنوالۍ د هغه د نیولو حکم ورکړی دی.
 
حقوق پوه آرش شهیر پور وايي:«هر کله چې دوی سند په لاس کې ولري، هېڅکله د شخص د ژوند کولو ځايي محکمه او د شخص د ژوند کولو ځايي څارنوالي دا واک نه لري چې شخص تر څارلاندې ونیسي. کله چې سند نه لري، دا ادعا باید بېرته واخیستل شي او شخص د حیثیت ادعا کړې او خپل کار ته دوام ورکړي.»

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وویل:«د قانون حاکمیت د ساړه سیاست لاندې دی. په افغانستان کې عدلي او قضايي بنسټونه ناخپلواکه دي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د فوټبال فډراسیون پخوانی رییس تر تعقیب لاندې دی او وبه نیول شي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني په یوې غونډه کې د پنجشېر له اوسېدونکو غوښتي وو چې کرام الدین کریم عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري او تر هغې وروسته د وږي په پنځمه نېټه امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې د هغه د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل. کرام الدین کریم د فوټبال ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی.

امنیتي ځواکونو د وږي په پنځمه نېټه د کرام الدین کریم د نیولو لپاره په پنجشېر ولایت کې عملیات ترسره کړل، خو بریالي نه شول چې هغه ونیسي.

شریک یي کړئ