Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار مېشتي: کندهار ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي

د کندهار ځينې اوسېدونکي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ښار کې هدفي وژنې زیاتوالی موندلی دی.

هغوی وايي چې بریدګر دننه په ښار کې مشخص کسان په ځانګړې توګه د دولت کارکوونکي او امنیتي ځواکونه ترور کوي.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې هدفي وژونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه کندهار ښار کې وژل شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې وروستیو میاشتو کې کندهار کې پلان شوې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي دي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالباقي په دې اړه وايي:«وسله وال دې ته نه ګورې چې ایا دا مدیر یا پوځي دی او یا هم بل څوک، حتا ښاروالۍ او واکسینو کارکوونکي هم نه پرېږدي. زما پیغام دا دی چې دا باید ودرول شي.»

د کندهار ښار بل اوسېدونکی خیر محمد هم زیاتوي:«د کندهار ښار امن نه دی. د ټرافیکو له پولیسو پرته نور هر څوک په دغه ښار کې وژل کېږي... سرتېري وژل کېږي، حکومتي کارکوونکي وژل کېږي... حکومت باید زموږ امنیت تامین کړي.»

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي په ښار کې د جنايي پېښو، او د ښار په منځ کې هدفي وژني او ترورونو ډېروالي يې اندېښنې زیاتې کړې دي، او دوی ته نور دغه حالت د زغم وړ نه دی.

دوی له امنیتي ځواکونو غواړي، چې په ښار کې د داډول پېښو مخنیوي دې وشي، او خلکو ته دې د ارام ژوند زمینه برابره شي.

د کندهار اوسېدونکی بسم الله وطن دوست څرکندوي:«په منځنۍ کچه کندهار کې د ورځې درې پېښې کېږي. له هغې پرته حتا پنځه او شپږ پېښې هم رامنځته کېږي.»

کندهار مېشتی سیرت صافی وايي:«دلته هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. ښار یو ډول وېرې او وحشت نیولی. حتا د ښار په زړه کې چې فکر کېږي امن دی، اوس امن نه دی.»

د کندهار سیمه ییز چارواکي د ښار د نا امنۍ ډېرېد مني، خو وايي د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري کندهار ښار کې د ګارنیزیون په جوړولو سره به د هدفي وژنو او ترورونو مخنیوي وکړي.او دوی خبر ورکوي، چې ډېر ژر به په دغه ښار کې د امنیت ټینګښت او جنايي
او ترهګریزو پېښو د مخنیوي په موخه ګارنیزیون جوړ کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات په دې اړه څرګندوي:«موږ ژمه لرو چې په نږدې راتلوونکي کې د ګارنیزون ځواکونه رامنځته کړو څو د دا ډول پېښو مخنیوی وشي او د خلکو امنیت ټینګ شي.»

شریک یي کړئ