د کندهار د پولیسو چارواکو نن سېشنبې (د زمري په ۸مه) وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې درې ماشومان وژل شوي او د درې نورو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه نور ټپيان دي.
چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ماین اېښودونکي غوښتل د واټ تهڅېرمه ماین خښ کړي چې وچاودېد.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې تراوسه د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي تازه موندې ښيي چې د ۲۰۱۹ز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې، ۳۳۷ ماشومان په تاوتریخوالیو کې وژل شوي او ۸۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.