د کندهار ولایت سیمهییز چارواکي د یوه سرتېري له خوا په ډزو کې د دوو نورو له وژل کيدو خبر ورکوي.
چارواکي وايي درې سرتېري د ډزو په پایله کې ټپیان شوي دي.
د کندهار دوالي ویاند، عزیز احمد وايي پېښه تېره شپه (جمعه د تلې په ۶مه نېته) د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې شوې ده.
ښاغلی احمد وړاندې وايي برید کوونکی په دې وروستیو کې د پولیسو لیکو ته جذب شوی وو.
د کندهار والي ویاند زیاتوي چې بریدکوونکی د پیښې له سیمې تښتیدلی دی.
د پېښې مسوؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.