د کورنیو چارو وزارت نن(دوشنبې د غويي۱۸مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو هوايي برید په پایله کې ۳۴ د دې ډلې غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼې په دې ولایت کې د داعش ډلې د یوې راډیو له منځه وړو خبر هم ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي:«افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په نازیانو او اچین ولسوالیو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونو کړي په ترڅ کې یې ۳۴ د دې ډلې غړي وژل شوي او په دوی پورې تړلې یوه راډیو هم له منځه وړل شوې ده.»
خبرپاڼې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.