د هېواد په شمال کې یو شمېر کوچیان زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته له نهلاسرسي شکایت لري.
هغوی وايي ډېری ماشومان یې د دې کبله چې ښوونځیو ته لاسرسۍ نهلري له لیک لوست پاتې دي او اوس د لوستلو او لیکو وس نهلري.
د بلخ د زاري ولسوالۍ د کوچیانو استازی محمد اسماعیل په مزار شریف کې د کوچیانو د ستونزو د څېړلو په اړه غونډه کې وویل:«موږ ګرځنده کلینیک نهلرو، او هېڅ ښوونځي نهلرو له دې امله موږ ډېر وروسته پاتې یوو.»
کوچیان همدارنګه د سیمهییزو زورواکو له خوا د دوی د څرځایونو له غصب څخه هم شکایت لري. هغوی له حکومته غواړي چې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د کوچیانو د شورا مرستیال زلمي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ څرځایونه د ځینو زورواکو له خوا غصب شوي چې په کرنیزو ځمکو بدل شوي دي.»
د هېواد په شمال کې د کوچیانو کره شمېر مالوم نه دی، خو د هېواد په شمالي حوزه کې د کوچیانو استازی وايي چې په بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د کوچیانو څه باندې زر کورنۍ ژوند کوي.
دغه کوچیان د څښلو پاکو اوبو، ښوونځي او روغتیايي مرکزونو ته د نهلاسرسي له امله اندېښمن دي.
د کوچیانو د عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال محمد خان سلام، دا ستونزې ویني او د دغو ستونزو پر حل ټینکار کوي.
د بلخ د والي مرستیال محمد بشیر توحیدي هم په دې اړه وايي:« د ځمکو د غصب په برخه کې زموږ د خلکو په وړاندې ستونزې شته چې کوچیان هم له هغه څخه استثنا نه دي.»
هغه زیاته کړه:«کهچېرې د بلخ په ولایت کې ستونزې ولري او یا ځمکې یې غصب شوي وي په یقین سره چې موږ د هغوی د ستونزو د حل لپاره د هغوی چوپړ کې یوو.»
خو کوچیان وايي چې له کلونو دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او حکومت د هغوی د ستونزو د حل لپاره بې پروايي کړې ده او د دغه بهیر دوام به ناوړه پایلې ولري.