Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما:د رسنیو لعینې بلل د وینا سمه بڼه نه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي د ګلبدین حکمتیار د وروستیو نیوکو په غبرګون کې چې د رسنیو پر ضد یې مطرحه کړې وې وايي چې سیاستوال باید د رسنیو په وړاندې داسې کلمې ونه کاروي.

ښاغلي یاماموټو وویل:« زه فکر نه کوم چې هېڅ سیاستوال دې رسنۍ لعینې وبولي، زه فکر نه کوم چې دا د سیاستوالانو د خبرو سمه بڼه وي »

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې د رسنیو ډېرې بریاوی په ډېرو ستونزو ترلاسه شوي دي. افغانستان چې په جګړه کې ښکېل هېواد دی، تل یې هڅه کړې چي په جګړو کې د خبریالانو د مرګ‎ژوبلې سربېره خپل ځای د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې وساتي.»

د ملګرو ملتونو استازي وویل د افغانستان مسلکي خبریالان،  ښځې او نارینه، باید د هغوی د زړورتیا او هوډ لپاره وستایل شي. هغه همدا شان زیاته کړه تاسو ډاډ من و اوسې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ستاسو له ګړنو او فعالیتونو څخه مننه کوي.

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه په افغانستان کې د پرمختګونو سره سره لاهم په ځینو سنتي ټولنو کې د رسنیو آزادي د لمنځه تلو په حال کې ده. هغه وویل :« افغانستان د سیمې په کچه د ازادۍ او خلاقیت د یوه لارښود په توګه شتون لري.»

اوس مهال افغان وکړي شاوخواه ۷۰ تلویزوني شبکو، ۱۷۵ راډیوي شبکو او همدارنګه د پرمختګ په حال کې تولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري.  دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکې په دې ټینګار کوي چې په سترو جګړه ځپلو سیمو کې د کار کولو ستونزي زیاتې دي، آن تر دې چې خبریالان خپل ژوند په خطره کې اچوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جګړې په سیمو کې تر برید لاندې خبریالان یوازې هغه وخت په اغېزمنه توګه خپله دنده ترسره کولی شي چې معلوماتو ته بشپړ لاسرسی او همدارنګه بشپړ خوندیتوب ولري.

 ده زیاته کړه:«دې اړتیا ملګري ملتونه وهڅول چې خپل کاري پلان د خبریالانو خوندیتوب او د معافیت مسئله په ۲۰۱۲ کال کې جوړه کړي چې د خبریالانو لپاره د یوه خوندي او ازاد چاپېریال د کار کولو لپاره د بیان د ازادۍ بنسټیز حق رعایت شي.

د ملګرو ملتونو استازي په ډاګه کړه چې د ډموکراسۍ، د جنسیت برابرۍ او بیان آزادۍ مخالفان تل شته ځکه نو باید خبریالان او لیکوالان چمتو ولاړ وي او هوښیار واوسي.

په همدې حال کې د مې د درېیمې یا د رسینو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې په کابل کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې ننګونې څېړل کېږي.

امنیتي ګواښونو له یوې خوا او د سیاستوالانو څرګندونو له بله پلوه د خبریالانو او له رسنیو د ملاتړو ادارو اندېښنې زیاتې کړې دي.

خو اجراییه رییس عبدالله عبدالله د رسنیو پر ازادۍ ټینګار کوي او وايي چې حکومت د رسنیو له ازادۍ ملاتړ ته ژمن دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«یو کس کله چې په یوه بل چاپېریال کې وي او له هغه چاپېریال څخه چې یوه موده لیرې وه،یو لړ تصورات لري، خو کله چې چاپېریال کې ننوځي، یوه بله فضا ده.»

له بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کوي هېڅوک نه‎شي کولای د رسنیو ازادي محدوده کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال سیدفاضل سانچارکي وویل:«له اسلامیت،ولسواکۍ او مدني حقونو څخه وروسته د افغانستان اساسات به هېڅکله قرباني او معامله نه‎شي.»

د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په وړاندې له غبرګونونو وروسته، حزب اسلامي وايي د دغه ګوند د مشر څرګندونې سمې نه دي تعبیر شوي.

له بلخوا له رسنیو ملاتړې ادارې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او همداراز د سانسور د پراختیا په اړه اندېښنه لري.

دغه ادارې، حکومت، طالبان او زورواکي په دې اړه ګرم بولي.

د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس فهیم دشتي وايي:«د دغه ډول وضعیت دوام له شک څخه پرته د رسنیو په کار اغېزه کولای شي. لکه څرنګه چې اوس یې هم کړې ده. لکه څرنګه چې ځینو خبریالانو خپل دنده حتا هېواد یې پرېښی دی.»

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارو د شمېرو له مخې د تېر کال په اوږدو کې په هېواد کې ۱۴ خبریالان او په روان هجري لمریز کال کې ۲ خبریالان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ