په نړیوالو چارو کې د برېټانیا د د ولت وزیرې، پريټي پاټل نن(یکشنبې د کب۸مه) په کابل کې وویل چې هېواد یې له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې ۳۰۰زره زدهکوونکو نجونو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
دې بريټانوۍ چارواکې زدهکړو ته د نجونو لاسرسي پروګرام څخه چې د هېواد په مرسته یې پلی کېږي، لیدنه وکړه او ویې ویل چې کابو ۱زره ټولګي په افغانستان کې جوړ شوي دي او کابو ۵ میلیونه کتابونه یې وېشلې دي.
د برتانیې د نړیوالې پراختیا بنسټ په دغه پروګرام کې د هغو نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابروي چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي ته لاسرسی نلري.
شګوفه چې د کندز له علي آباد ولسوالۍ څخه کابل ته راغلې وايي په نوموړي ولایت کې د ولسي ټولنو په همکارۍ نجونې ښوونځي ته د تلو لپاره هڅوي، درې کاله کیږي چې په دې برخه کې کار کوي.
دا زیاتوي:«موږ دا کارونه کوو که نجونې زدهکړو ته نه راځي میندو ته یې ورځو تر څو پرېږدي چې ښوونځيو ته راشي او ښه راتلونکې ولري.»
فرزانه د بلخ ولایت په چهارکینت ولسوالۍ کې د دې پروګرام همغږۍ کونکې ده او وايي دوي د کار په بهیر کې له یو لړ ننګونو سره هم مخامخ کیږي.
نوموړې څرګندوي:«له دفتر څخه کله چې د کور پر لور روان وو د ښوونې روزنې مخالفو ډلو له ګواښ سره مخامخ شوو او دا ګواښونه کله کله زموږ د کار مخنیوی کوي.»
د برتانیې د نړیوالې پراختیا بنسټ د دې پروګرام له لارې د ۳۰۰ زره نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
زدهکوونکې نګینه وايي:«ډېره خوشاله یم چې داسې یو ځای موږ ته چمتو شوی چې درس ووایو.»
بله زدهکوونکې، ماندانا زیاتوي:«کله چې مې په درس پیل وکړ دې بنسټ زما ملاتړ وکړ، ډېر بدلون مې کړی او ډېر څه مې زدهکړي دي.»
د برتانیې د نړیوالې پراختیا بنسټ دا پروګرام د ۲۰۱۲زیږدیز کال په سپتمبر میاشت کې پيل کړی او د روان کال په سپتمبر میاشت کې به پاي ته ورسیږي.
دغه بنسټ د درې زره ولسي شوراګانو له لارې د ۵۵ میلیونه پونډه په لګولو سره د هیواد په شپاړسو ولایتونو کې د څه د پاسه ۳۰۰ زره نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړې ده.