د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ترهګرو پر ضد د روښانه تګلارې پر نشتون نیوکه کوي او زیاتوي چې دغه کار د ولسوالیو د لاس په لاس کې کېدو عامل ګرځي.
دوی زیاتوي چې ولسمشر باید د طالبانو پرضد د حکومت د کمزورتیا له امله د ملي شورا له غړو سره خبرې اترې وکړي.
د محرم په لسمه شپه د کارتې سخي پر زیارت د ترهګرو د برید په مخنیوي کې د حکومتي ځواکونو په ناغېړۍ نیوکې رامنځته شوي دي او دا کار د ترهګرو پر وړاندې د حکومت د مشرتابه په مدیریت کې ناکامي ده او دې کار د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه راپارولي دي.
د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي په دې اړه وویل:«زموږ د سیاسي مسؤولینو او مدیرانو وړیتا د هېواد د لوړو کچو مدیریت کې او همدارنګه په ټیټه کچه کې،یعنې د ترهګرۍ په وړانډې جګړه کې ناکام او بریالي نه دي.ایا پارلمان هم په همدې اندازه وړتیا لري؟»
د ولسي جرګې مشر مني چې د حکومت په کړنو سربېره د ملي شورا کړنې هم د امنیت په ټینګښت کې ننداریزې وې.
د مشرانو جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه:«موږ امنیتي مسؤولین د ملت کور ته په سمه توګه نه دي رابللي،د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ مو خپل هغه تخصصي او مسلکي سوالونه مطرحه کړي نه دي ملت مو ترې کړېږي. موږ مطبوعاتو ته کار کړی دی.»
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون د مالوماتو پر بنسټ د امنيتي چارواکو په سلیقهیي توګه ګمارل د وسله والو مخالفانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د کمزورۍ لامل کېږي. خو له دې ستونزې د وتو لاره څه ده.
د ولسي جرګې د کورنۍ امینت کمېسیون رییس میرداد نجرابي وویل:«هغه جدي ستونزې چې اوسمهال په ولایتونو کې د ولسوالیو،پوستو او اډو د پرځېدو لامل کېږي،سلیقهيي چلند،د ماسټرۍ او دکټورا سندونو د درلودو پلمه، او د دې په څېر دي چې ویل کېږي چې معیارونه باید پوره کړي،خو په جګړه کې موږ د ډېرې مرګ ژوبلې او ستونزو شاهد یوو.»
د خلکو استازي هم د امنیتي ارګانونو لخوا د امنیت په ټینګښت کې په ناغېړۍ نیوکې کوي. او له حکومته غواړي چې د کارتې سخي د برید مسؤولان باید وپېژندل شي.
په دې اړه مو اندونه