Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر یوې راتلونکې میاشتې د غوراوي کمېټې د کار پای

د ټاکنیزو کمېسیونو د غړو د غوراوي کمېټې ځینې غړي وايي چې خپل کار تر یوې راتلونکې میاشتې پای ته رسوي.

دا کمېټه دنده لري چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د نوماندانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غوراوي کمېټې چې له یوې اوونې راهیسې خپل کار پیل کړی دی، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو غوره کولو لپاره د ټاکل شوي مهال وېش له مخې به خپل کار پای ته ورسوي.

د دغې کمېټې غړي یوسف رشید په دې اړه وویل:«اوس ده کمېټه له ځان سره د ۵۰۰ غوښتونکي له ځان سره لري.شونې ده چې د هغو کسانو ګراف چې ردېږي او د شرایطو واجدین نه پېژندل کېږي لوړ شي.ځکه چې له سیستم څخه تېر شوي خو په سندونو کې خپلې ستونزې لري او د هغوی کره شمېر به په راتلونکو ورځو کې له رسنیو سره شریک کړو.»

د شنبې په ورځ د دغې کمېټې د کار پرمهال د څارونکو چوکۍ تشې وې، څارونکي د کار پرمهال د نه حضور لامل داشان بیانوي.

د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ابوب زاده څرګنده کړه:«یوازې تلل او څو ساعته په هغه اتاق کې کېناستل نه شي کولای چې د غوراوي کمېټې د کړنو ټول انځور وړاندې کړي.ډېری کارونه له جلسې څخه وړاندې د چارو د ادارې په واسطه د غوراوي کمېتې له غړو سره په نږدې همغږۍ سره ترسره کېږي او له جلسې څخه وروسته تعارفي بحثونه په لاره اچوي چې څارونکي نه شي کولای له هغو بحثونو څخه څارنه وکړي.»

اخوا یوشمېر سیاسي او جهادي مشران چې په دې وروستیو کې له ولسمشر سره لیدلي دي وايي چې هغوې د غوراوي کمېټې د کار په اړه بې اعتماده دي.

د سولې د عالي شورا مشرتابه غړي محمد امین وقاد څرګنده کړه:«هغو کولای شي د هغو وړاندیز شویو کسانو نوملړ چې د دغې کمېټې له خوا غوره شوي دي حکومت ته وړاندې کړي په دغې خبرې ډېر قناعت نشته.هغه کسان چې دغو دوو کمېسیونونو ته راځي،هغه تجربه او وړیتا چې د دغو کمېسیونو غړو ته لپاره مهمه ده.خو هغه کسان چې په دغه کمېسیون کې تجربه ترلاسه کوي له صحنې څخه لیرې کېږي. »

خو ولسمشرۍ ماڼې وايي چې دا کمېټه به په خپلواکه توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:«حکومت د غوراوي کمېټې د غړو به ټاکنه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‎لري،یوازې د برابرونکي ونډه لري.د غواروي کمېټه خپلواکه توګه او د مشخصو معیاري طرزالعمل پربنست چې لري یې خپل کار ته دوام ورکوي.»

د غوراوي کمېټه تر راتلونکې یوې میاشتې وخت لري څو د ۶۳ تنو نوملړ ولسمشر غني ته وسپاري، ولسمشر به له دغه نوملړه د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي غوره کړي.

د ټاکنیزو کمېسیونو د غړو د غوراوي کمېټې ځینې غړي وايي چې خپل کار تر یوې راتلونکې میاشتې پای ته رسو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه