Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له جګړې د حزب اسلامي نیوکه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي صلاحیت لرونکی استازی د دولت په وړاندې د طالبانو پر جګړې نیوکه وکړه او هغه یې افغان وژنه وبلله.

د حزب اسلامي استازي امین کریم له طلوع نیوز سره مرکه کې وویل:«اوسنۍ جګړه له بده مرغه د افغانانو ترمنځ یوه جګړه او افغان وژنه ده او حزب اسلامي له طالبانو څخه دغه سوال پوښتي چې تاسو له چا سره جګړه کوئ او د کومې موخې لپاره جګړه کوئ؟که‎چېرې د بهرنیانو د بهر کېدو لپاره جنګېږئ نو اوس تاسې یوازې افغانان وژنئ.»

هغه څرګنده کړه د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي یوځای کېدل د جګړې په کموالي او یا هم زیاتوالي کې به کومه اغېزه ونه لري.

ښاغلي کریم زیاته کړه:«د افغانستان حزب اسلامی له استثنايي وختونو څخه پرته هېڅکله له دولتي پاو پوځي بنسټونو سره په جګړه کې نه وه او ځکه په جګړه کې نه وه نو د هوکړه لیک له لاسلیک څخه وروسته هم د جګړې کموالي او زیاتوالي ته باید په تمه ونه واوسي.»

په همدې حال کې یو شمېر پخواني چارواکي ټينګار کوي چې حکومت باید مشخصه کړي چې حزب اسلامي تر کومه کچه وسله‎وال کسان لري او دغه کسان چېرته حضور لري.

په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو استازي اسدالله سعادتي وویل:«نه یوازی دا چې امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی له بده مرغه خراب شوی هم دی زه فکر کوم چې طالبان او پاکستانیان هڅه کوي دا ثابته کړي چې په افغانستان کې د جګړې او سولې اصلي لوری موږ یوو او د ښاغلي حکمتیار او د هغه د نورو کسانو له یوځای کېدو سره وضعیت نه ښه کېږي نور هم خرابېږي.»

که څه هم چې بغلان او کندز له هغو ولایتونو دي چې پخوا په کې حزب اسلامي ډېر نفوذ درلود، خو له حزب اسلامي سره د سولې له لاسلیک کېدو وروسته په دغو ولایتونو کې د توتریخوالیو په کمېدو کې هېڅ کموالی نه دی راغلی.

د نورستان پخواني والي جمال الدین بدر په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت باید له حزب اسلامي سره ناست وای بحث یې کړی وای چې په کوم ځای کې څومره جنګي ځواکونه لري او هغه مهال دوی خلع سلاح شوی وای بیا حساب کېدای شوای چې څومره بدلون راغلی دی.»

اوس په داسې حال کې چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک شوی دی، خو تر ا وسه د دغه هوکړه لیک د عملي کېدو په برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم په د دغې موضوع په تړاو وویل:«د فرمان خام توکي چمتو شوي او یوازې د ولسمشر توشیح ته په تمه دي ډېر ژر به فرمان صادر شي او دغه کمېسیون به له حزب اسلامي سره د هوکړه لیک د اجرايي کېدو په منظور خپل عملي کار به پیل کړي.»

ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره له ۱۵ کلونو مخالفت وروسته د سولې پنځه ویشت ماده ‎يیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه ګوند استازی وايي چې ولسمشر به د دغه هوکړه لیک د ۲۰ مادو لپاره ۲۰ تقنیني فرمانونه صادر کړي چې په یو یا دوه راتلونکو ورځو کې به د دغه هوکړه لیک د عملي کېدو چارې په رسمي توګه پیل شي.

د طالبانو له جګړې د حزب اسلامي نیوکه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي صلاحیت لرونکی استازی د دولت په وړاندې د طالبانو پر جګړې نیوک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه