د هېواد په لویدیځ هرات ولایت کې یوه سړي خپلې ځوانې مېرمنې ته تر لفظي شخړې وروسته اور ورته کړی او سوځولې یې ده.
سوځول شوې مېرمن ۲۳ کاله عمر لري او اوسمهال د یاد ولایت په انجیل ولسوالۍ کې تر درملنې لاندې ده.
د هرات د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول وایي چې د پېښې عامل تښتېدلی خو د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
د پېښې څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د هرات ولایت څخه تل د کورنیو تاوتریخوالیو له امله د ښځو د ځان سوځوونې او د کورنیو د غړو لخوا د سوځولو راپورونه خپرېږي.
په دې اړه مو اندونه