د ۲۰۳ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د "سلطان" په نامه د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالب وسلهوال وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد عملیات د غزني ولایت په مقر او قرهباغ ولسوالیو کې ترسره شوي او اوسمهال له وسلهوالو د سیمې پاکوونې عملیات دوام لري.
همداراز خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د ۴۵ تنو د آزادولو خبر هم ورکړل شوی دی.
ویل کېږي طالبانو یاد کسان له دولت سره د همکارۍ په تور نیولي وو.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو مرګژوبلې او د ترسره شویو عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
په دې اړه مو اندونه