د عامې راوغتیا وزارت په کابل کې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي په موخه د لار موندنې په ناسته کې وویل که څه هم چې د ښځو مړینې په شمېر کې کموالی راغلی، خو زیاتوي چې د ۵۶ سلنه د ښځو د مړینې لامل له زیږون وروسته د وینو ضایع کول دي.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار، خواجه قمرالدین په دې ناسته کې وویل:«په هېواد کې د امیندوارو ښځو د مړینې یو عمده لامل له زیږون څخه وروسته د وینو ضایع کول دي.»
د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې افغانستان کې هر کال ۶۵ زره ماشومان له زیږون څخه مخکې او یا وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هېواد په بیلابیلو برخو کې د مور او ماشوم د مړینې د لوړې کچې لامل د روغتیايي خدمتونو نشتوالی بلل کېږي.
د یونسیف استازي، رولف څرګنده کړه:«د ملګروملتو سازمان د اوسنیو شمرو له مخې د ماشومانو د مړینې کچه ۲،۷ سلنه کمه شوې، له دغه پرمختګ سره سره لا هم له پنځو کلونو کم عمره له هرو ۱۱ ماشومانو یو تر شپږ کلنۍ پورې مري.»
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې استازي، ویلییم سلیټر زیاته کړه:«موږ پوهیږو چې ایکمپسیا او پري ایکلمپسیا د میرمنو د مړینې اصلي لامل دی، باید له میرمنو په جدي توګه پالنه وشي او د څارنې د کیفیت ښهوالی باید زموږ لومړیتوب وي.»
نړیوال بنسټونه د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي پر لارو چارو ټینګار کوي.
په دې اړه مو اندونه