Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال دوستم د څرګندونو په وړاندې د ولسي جرکې د غړو غبرګونونه

د ولسمشر غني په اړه د جنرال عبدالرشید دوستم وروستیو نیوکو،نن په ولسي جرګه کې بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

د ولسي جرګې یوشمېر غړو د جنرال دوستم څرګندونې شخصي ګټو ته وبللې.خو یو شمېر نورو استازو وویل چې ولسمشر غني ته نېږدې څېرې له کوم علت او لامل څخه پرته له هغه څخه شکایت او پر هغه نیوکې نه کوي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي څرګنده کړه:«لومړی مرستیال صاحب اندېښنه لري چې څوک هغه له لومړۍ مرستیالۍ څخه لیرې نه کړي،خو له مرستیالۍ څخه هېڅ نه لیرې کوي.»

د ولسي جرګې بل غړي عبیدالله بارکزي وویل:«کله چې لېوه د رمې شپون شي،هغه وخت الله دې د رمې مرستې ته ورسېږي،دغه وضعیت پر افغانستان راغلی دی.»

د ولسي جرګې استازي اقبال صافي هم زیاته کړه:«هغه(جنرال دوستم)تل خپل ملګري له شا په جنجر وهلي؛ نه سیاسي ټيګاو لري او نه هم فکري.»

د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا د جنرال دوستم له نیوکو ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې غړې شکیبا هاشمي هم وویل:«ولسمشر وايي چې د لومړي مرستیال کړنې دې په عدلي او قضايي بنسټونو کې وڅېړل شي.دا په واقعیت سره اندېښمنوونکی دی.»

د پارلمان غړي صادقي زاده نیلي هم وايي:«د ولسمشر لومړی مرستیال شکایت لري؛اجرائیه رییس شکایت لري؛د ولسمشر ځانګړی استازی شکایت لري؛نو د کاسې لاندې کومه نیم کاسه شته.»

د ولسي جرګې غړي عبدالحی اخندزاده وویل:«د لومړي مرستیال ویناوې ستایو.واقعاً چې حیقیت یې بیان کړ؛ځکه چې هغه اړ شو او زړه یې درد وکړ چې خلکو ته ووايي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څه ستونزې دي چې خبر شي.»

له دې سره سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر ولسمشر غني د جنرال عبدالرشید دوستم د تورونو د څرنګوالي د څېړلو غوښتونکي دي او خبرداری ورکوي چې د سیاسي جنجالونو دوام او د اختلافاتو پراختیا به هېواد له لوي کړکېچ سره مخامخ کړي.

د ولسمشر غني په اړه د جنرال عبدالرشید دوستم وروستیو نیوکو،نن په ولسي جرګه کې بېلابېل غبرګونونه راو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه