امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې ډلې د دوه مشرانو له وژل کېدو خبر ورکوي، یاد کسان د بېپیلوټه الوتکې د برید په پایله کې وژل شوی دي.
پنټاګون وايي چې امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې دقیق بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د فاروقالقحطاني او بلال الاوتابي په نامه د القاعدې دوه تنه مشران له منځه تلي دي.
د ویلو ده چې دا برید څلور ورځې مخکې په دې ولایت کې ترسره شوی دی.
د پنټاګون ویاند، بېټرکوک وايي، امریکا لا هم د دې برید پایلې څېړي، خو د یادو دوو تنو وژل کېدل القاعدې ډلې ته سخت ګوزار بلل کېږي.
د پنټاګون خبرپاڼې له مخې القحطاني د افغانستان په شمالختیځ کې د یادې ډلې امیر په توګه دنده ترسره کوله چې افغانستان کې د مرکزونو د جوړولو مسؤولیت یې درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، الاوتابي هم په افغانستان کې د امنیو پټنځایونو د جوړولو په موخه چې لویدیځ ته ګواښ وه، لاس درلود او همداراز د بهرنیو وسلهوالو جلب او روزنه کې هم ونډه درلوده.
په دې اړه مو اندونه