د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جنرال دوستم وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې د ماتېدونکي اوضاع نښې ګڼي.د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بیداروايي هر ډول کړنه یا خبرې،چې د هېوادوالو د حقونو د خرابېدو لامل کېږي، مردودې دي.
رفیع الله بیدار څرګنده کړه:«هر ځواک چې د خپل زور او ځواکمنۍ څخه خبرې کوي او د خپلو پوځي خوځښتونو څخه خبرې کوي،دا باید د قانون په رڼا کې وي؛نظامي او د قانون په چوکاټ کې وي.هره ناقانونه او له قانون څخه اوښتې کړنه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې مردوده شمېري.»
ښاغلي بیدار زیاته کړه:«د افغانستان د ټولو وګړو د ټولنیز عدالت بحث،د برابرۍ او مساوات بحث،یو ډېر جدي بحث دی چې د تاریخ په اوږدو کې ترېنه سرغړونه شوې او د هغه تکرار د لا پاشنې او ماتېدنې لامل کېږي.»
په همدې حال کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وايي چې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو په ګډون هېڅوک حق نهلري چې د هېواد د ملي ګټو او د اساسي قانون په خلاف خبرې وکړي.
ښاغلي مددزي څرګنده کړه:«قانون دوی ته هم یو لړ صلاحیتونه ورکړي او همدارنګه مکلفیتونه.د دغو کسانو یو له مکلفیتونو څخه دا دی چې خبرې او کړه وړه یې د اساسي قانون په سمون کې وي.»
څه موده مخکې هم د حبیب الله کلکاني د پلویانو او جنرال دوستم د ساتونکو ترمنځ جنجالونه تر وسله والې نښتې پورې ورسېدل او دواړو په وسلو سمبال ډلو په پلازمېنه کې د یو بل پرخلاف څرګندونې وکړې.
امنیتي ادارو په لومړي سر کې یوازې ننداره کوله او وروسته یې بیا منځګړیتوب وکړ.
په دې اړه مو اندونه