د غور ولایت استازو نن(پنجشنبې د لړم په ۶ مه) په کابل کې په یوې خبري غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د ۳۳ تنو د وژل کېدو څرنګوالی باید وڅېړل شي او پایله یې له خلکو سره شریکه شي.
د غور استازي او د مدني ټولنې غړي ګواښ کوي که چېرې حکومت د غور امنیت ته جدي پاملرنه ونه کړي نو هغوی به د حکومت له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
په مشرانو جرګه کې د غور استازي محمد داوود غفار وویل:«هر کله چې د غور خلکو غږ پورته کړی،مرکزي حکومت ځینې بدلونونه لکه د والي بدلون،د امنیه قومندان بدلون او یا هم د ملي امنیت د رییس یې تبدیل کړی.دا د غور د خلکو په درد نه خوري.د خلکو ستونزه سیمهييز حکومت دی.»
د غور د مدني ټولنې غړي عبدالستار دولتي څرګنده کړه:«موږ د غور خلک غواړو چې لاندني موارد عملي شي.د غور د پېښې د څېړلو لپاره د غور د استازو په ګډون یو پلاوی دغه ولایت ته واستول شي؛په دغه ولایت کې د امنیت د ټينګښت لپاره د غور امنیتي ځواکونه بسنه نه کوي او باید د هغوی په تشکیل کې زیاتوالی راشي او د غور د خلکو ستونزو ته له ځنډ څخه پرته رسېدنه وشي. »
په ولسي جرګه کې د غور استازي محمد ابراهیم ملک زاده وايي:«د غور خلک نه طالب کېږي او نه هم داعش؛خو لږ تر لږه د حکومت له ملاتړ څخه لاس اخلي او په خپله،د ولسي شوراګانو او د مشرانو په مرسته یې خپلې ستونزو ته رسېدنه کوي.»
د غور اوسېدونکي احمد سعیدي ګواښ وکړ:«کهچېرې تاسو دغه پېښه په جدي توګه ونه څېړئ او د غور د خلکو غوښتنې ته ځواب ور نه کړي،موږ په خپله له خپلو استازو سره پرېکړه نیسو چې په غور کې څه وکړو.»
د غور استازي د هېواد د امنیتي وضعیت خرابېدل په تېره بیا په بېلابېلو پېښو کې د ملکي خلکو وژل کېدل د حکومتي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله ګڼي.
یوه ډله جنګیالي چې له طالبانو څخه بیل شوي او له داعش سره یې بعیت اعلان کړی د سه شنبې ناوخته یې د غور د مرکز فیروز کوه ښار پر ځینو سیمو برید وکړ او څه د پاسه ۳۰ تنه ملکي کسان یې له ځان سره بوتلل او وروسته یې ووژل.
په دې اړه مو اندونه