په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي یا یوناما په یوې خبرپاڼه کې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې ترهګریز برید وغنده.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ناوخته له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر په مزارشریف ښار کې د المان کونسلګرۍ ته نېږدې وچاودېد چې د هغه په پایله کې ۴ ولسي وګړي ووژل شول او د ۱۹ مېرمنو او ۳۸ ماشومانو په ګډون ۱۲۸ تنه نور تپيان شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ،په دغې پېښه کې ډېری کسان د ښيښو د ماتېدو له امله ټپيان شوي خو ډېری ژوبل کسان تراوسه هم په روغتونونو کې تر درمنلې لاندې دي.
په دغې چاودنه کې څه باندې ۱۰۰ کورونه او هټیو ته زیان رسېدلی دی.
طالبانو د دغې پېښې پړه منلې او ویلي یې دي چې دغه برید په کندز کې د افغان ځواکونو او هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
یوناما په دغې خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو لپاره یې عاجله روغتیا غوښتې ده.
په دې اړه مو اندونه