د خبریال سید معروف سادات جنازه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
سادات تېرماښام په جلال اباد کې هغه مهال د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو چې له خپل يوه زوی سره يوې مېلمستیا ته روان و.
په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي او د نوموړي د زوی په ګډون دوه نور ټپيان دي.
خبریال سیدمعروف سادات شاوخوا دوه لیسیزې په ختیځ زون کې له بېلابېلو رسنيو دندې ترسره کړي.
هغه څو کلونه د يوې سیمه ييزې راډيو مسوول مدیر و، خو وروسته يې له يو شمېر ملي رسنيو سره د خبریال په توګه دنده پيل کړه.
نوموړی په دې وروستيو کې د ننګرهار د کلیو پراختیا ریاست سره د مطبوعاتو برخه کار کړی و او وخته ناوخته يې په ټلويزيوني بحثونو کې هم ګډون کاوه.
سید معروف سادات تېر ماښام يوې مېلستیا ته روان و چې نامعلومو وسله والو له لوري يې پر موټر ډزې وشوې او ووژل شوو. په دې پېښه کې د نوموړی زوی هم ټپي شوی دی.
د وژل شوي خبریال پلار سید ولي شاه وايي:«موږ په دغې سیمه کې ډېر کلونه ژوند وکړ او فکر نه کوم چې څوک دې له موږه ناراضه وي.»
د وژل شوي خبریال ورور اجمل هم وویل:«موږ نه له چا سره ستونزه لرله، نه هم دښمني او نه مو چا ته ضرر رسولی دی. نه پوهېږم چې کومې ډلې دا کار کړی دی.»
د ننګرهار ولايت خبريالان وايي، دې پېښې اغېزمن کړي او که چېرې دا داسې وژنو مخنیوی ونه شي ډېر خبریالان به دندې پرېښودو ته اړ شي.
خبریال جاوېد رازمند وايي:«په تېر حکومت کې هم خبریالان دا ډول په نښه کېدل او نه څرګندېده چې چا هغوی په نښه کړي دي.»
د یادونې ده چې د پخواني حکومت په وروستي کې په ننګرهار ولايت کې د يوه خصوصي ټلويزيون اوه کاروونکي وژل شوي وو او ګن نور بې امنیتي تهدیدو سره مخ وو.