Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صمیم فرامرز او رامز احمدي پنځم تلین

پنځه کاله مخکې، د طلوع‌نیوز خبریال صمیم فرامز او تصویر اخیستونکی رامز احمدي په کابل کې په یوې چاودنه کې ژوند بایلود.

دوی چې کله د میوند پر سپورټي کلپ د چاودنې د خبري پوښښ په موخه د کابل دشت برچي ته تللي وو، د دویمې چاودنه موخه ګرځي او وژند بایلي.

صمیم فرامرز چې په کابل کې زېږیدلی و، په ۱۳۸۸ هجري لمریز کې له افغان - ترک لېسې فارغ شو او لوړې زده کړې یې بیا په قزاقستان کې سر ته و رسولې.

د صمیم فرامرز ورور تمیم وايي:«هره شېبه مې یادېږي. له شهادت څخه یې پنځه کاله تېرېږي، پنځه ثانیې هم نه‌یم توانېدلی چې هېر یې کړم.»

د طلوع‌نیوز د خبرونو مسوول عصمت الله نیازی هم څرګندوي:«صمیم لکله نوم یې یو صمیمي انسان، یو صمیمي همکار او ملګری و. کله ناکله چې له کاره خلاصېدو او بهر ته تلو او سره کېناستو، له ادبیاتو سره یې خورا مینه لرله او د مولانا شعرونه یې ډېر ښه دکلمه کول او د مولانا ډېر شعرونه یې حفظ کړي و.»

صمیم فرامرز اته ویشت کلن و او له طلوع نیوز سره یې نږدې درې کاله کار کړی و.

بلخوا د رامز احمدي پلار بیا طلوع‌نیوز ته وايي چې تر اوسه یې د زوی د له لاسه ورکولو درد نه دی هېر کړی.

د رامز احمدي پلار نورالله احمدي وویل:«ډېره ستونزمنه ده. واقعاً د هغه ټپ تل تازه وي. هغه ټپ دومره خطرناکه شوی چې زه په خپله په دولسو ناروغیو اخته شوی یم.»

د رامز احمدي ملګری منیر احمدي هم وايي:«ډېرې لویې هیلې یې لرلې او تل یې د هېواد او هېوادوالو په هکله فکر کاوه. رامز له حده زیات ښه هلک و.»

صمیم فرامرز په قزاقستان کې د خبریالۍ په برخه کې زده کړې وې او درې کاله یې له طلوع نیوز سره کار وکړ او رامز احمدي هم په طلوع نیوز کې د کمرې په برخه کې پنځه کلنه تجربه لرله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه