Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرتضی بهبودي خوشې کېدو ته مثبت غبرګونونه

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال، مرتضی بهبودي را خوشې کېدل بیلابیل غبرګونونه لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د بښنې نړۍوال سازمان د مرتضی بهبودي د خلاصون هرکلی کوي او په بیړنۍ توګه او قید او شرط پرته د مطیع الله ویسا، رسول پارسي، ښځینه اعتراض کوونکو ندا پرواني او ژولیا پارسي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال، مرتضی بهبودي خلاصون په کور دننه او بهر بیلابیل غبرګونونه درلودل.
ځينې کسان د مرتضی بهبودي را خوشې کول د اسلامي امارت مثبت ګام بولي.

یوناما د مرتضی بهبودي خوشې کېدو په غبرګون کې ویلي: « یوناما، د خبریال، مرتضی بهبودي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راپدیخوا د افغانستان د رسمي چارواکو له لوري نیول شوی و، د خوشې کېدو هرکلی کوي. موږ همدا راز د رسنیو د خونديتوب او د خپل سرو نیونو د پای ته رسولو فعال ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د بښنې نړۍوال سازمان د مرتضی بهبودي د خلاصون د هرکلي ترڅنګ، د زده کړو د برخې فعالانو، د ښځو د حقونو د فعالانو، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

ریچارډ بېنټ ویلي: « د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکید مرتضی بهبودي د خوشې کېدو د ښه خبر چې ډير ورته په تمه و، هرکلی کوم. هیله لرم چې اوس هغه له خپلې کورنۍ سره یو ځای د ارامتیا شېبې ولري.»

د بښنې نړۍوال سازمان بیا لیکلي: « د طالبانو د محکمې هغه حکم چې پر بنسټ یې افغان-فرانسوي خبریال را خوشې شو، مثبت ګام دی. د بښنې نړۍوال سازمان له طالب چارواکو غواړي چې په بېړنۍ توګه او له قید او شرط پرته د زده کړې چارو فعال، مطیع الله ویسا، د بشري حقونو مدافع او پوهنتون استاد رسول پارسي، معترضې ښځې، ندا پرواني او ژولیا پارسي او ټول هغه کسان چې په خپل سر نیول شوي، را خوشې کړي.»

د بې پولې خبریالانو د حقوقي سټراټيژۍ او نړۍوال ملاتړ د جلب برخې مدیر، انټوان برنارډ ویلي: «مرتضی بهبودي څه باندې ۹ میاشتې په زندان کې و او موږ هیله لرو چې هغه په بیړنۍ توګه له خپلو دوستانو او کورنۍ سره یو ځای شي او بیا خپل فعالیت پیل کړي.»
 
د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنه بیا د خبریالانو پر ملاتړ ټينګار کوي او وايي، رسنیزې سرغړونې باید له حقوقي لارو چارو حل شي.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنې رهبري غړي، مسرور لطفي و ویل: «کله چې د خبریالانو لخوا قانون نقض کیږي، او کله چې هغوی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي باید له رسنیو سره مالومات شریک شي.»

خو اسلامي امارت د خبریالانو نیول کېدل استخباراتي مسایل بولي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «ځینې مسایل داسې دي چې د خبریلانو اړوند نه دي بلکې استخباراتي صبغه لري او یا بل تور وي. د موضوع د روښانېدو لپاره ځینې وخت خبریالان نیول شوي خو بیرته خوشې شوي دي.»

د بې پولې خبریالانو سازمان بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ښاغلی بهبودي د روان زیږیز کال په اوومه په کابل کې نیول شوی و او ۲۸۴ ورځې په بند کې و.
خو اسلامي امارت تر دې دمه د هغه د خوشې کېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه