Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د خبریالانو نیولو ته د خبریالانو د نړۍوال فډراسیون غبرګون

د خبریالانو نړۍوال فډراسیون په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکو نیولو دوام غندلی او هغه یې په دغې هېواد کې د رسنیو «ځپل» بللي دي.

دغه بنسټ په یوه لیک کې، افغانستان کې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې له کمېسیونه غوښتي، څو د کارکوونکو وروستیو نیونو او د رسنیو اړوندو دوسیو ته رسېدنه وکړي.

د خبریالانو نړۍوال فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له لوري د رسنیو د کارکوونکو پرلپسې احضارول او نیول په کلکه غندلي دي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې له سرپرست حکومته غوښتي، چې د خبریالانو دوسیې دې ژر تر ژره وڅېړي.

د خبریالانو نړۍوال فډراسیون په خبرپاڼه کې راغلي:«د خبریالانو نړۍوال فډراسیون او د دغه بنسټ اړوندې ادارې - د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه - د رسنیو د کارکوونکو پرلپسې احضارول او نیول غندي او د دې قضیو د ژر تر ژره څېړلو غوښتنه کوي.»

بلخوا، په هېواد کې یو شمېر خبریالان د رسنیزو کارکوونکو نیول کېدل اندېښمنوونکي ګڼي. دوی زیاتوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه باید د رسنیو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړ وکړي.

خبریال مصطفی شهریار طلوع‌نیوز ته وايي:«په هېواد کې رسنیز کار قطعاً د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ملاتړ ته ملزم دی. رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې د ډېرو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري.»

یو بل خبریال محمد رفیب فیاض هم څرګندوي:«موږ هیله لرو چې د افغانستان سرپرست دولت دغه ارزښتونه درک کړي، پر رسنیو بندیزونه لېرې کړي او خبریالان هم ونه‌نیسي.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست وايي چې دغه وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د رسنيو د کارکوونکو او د رسنيو د ملاتړو بنسټونو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي حقمل په دې هکله زیاته کړه:«په ټول کې باید ووایو رسنۍ او هغه بنسټونه چې په افغانستان کې جواز لري او فعالیت کوي، که‌چېرې کومه ستونزه ولري، موږ په دې برخه کې له هغوی سره همکار یو.»

تر دې وړاندې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې (نی) رییس په افغانستان کې په لنډمهالي توګه د دغه بنسټ د فعالیتونو د درېدو خبر ورکړی و.
 
په هېواد کې یو شمېر خبریالان د رسنیزو کارکوونکو نیول کېدل اندېښمنوونکي ګڼي. دوی زیاتوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه باید د رسنیو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه