Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه د ایشچي د موضوع پر جدي څېړنې ټینګار کوي

اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د دې ټولنې غړو هېوادونو اسټرالیا، کاناډا او ناروې په ګډې خپرې شوې خبرپاڼه کې د احمد ایشچي په قضیې کې د بشري حقونو ترپښو لاندې کولو موضوع د څېړنې جدي غوښتنه کړې ده. دوی همداراز ویلي دي چې پر جنرال دوستم پورې شوې تورونه هم باید وڅېړل شي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان خلک باید د سولې دودولو او د ډمکراسۍ او قانون ته درناوي په موخه د چا دریځ په پام کې نه نیولو سره د جنرال دوستم او احمد ایشچي په اړه پرېکړه و کړي.

د احمد ایشچي کورنۍ وايي چې ایشچي د کوم جرم پرته ۱۶ ورځې په بند کې وه او د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم لخوا د شبرغان اوزلوبې میدان کې وهل شوی دی.

دوی وايي چې جنرال دوستم وروسته له وهلو ټکولو احمد ایشچي ملي امنیت ته سپارلی دی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي ایشچي وهل ، ټکول او زنداني کول رد کړي دي او وايي چې هغه له طالبانو سره د همکارۍ په تور د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی، خو د احمد ایشچي کورنۍ دا تور ردوي.

اروپايي ټولنې د ایشچې په موضوع کې د بشري حقونو ترپښو لاندې کېدو د څېړنې غوښتنه کړې، دا ټولنه وایي چې خلک باید د چا دریځ په پام کې نیولو سره پرېکړه ونه کړي یوازې دې عدالت په پام کې ونیسي

شریک یي کړئ