Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د زلزلې له کبله کابو ۱۰۰۰ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېره شپه په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د یوې شدیدې زلزلې له کبله کابلو ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۱۵۰۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، دغو کسانو ته تر ډېره بریده د پکتیکا په ګیان، نکه، برمل و زروکې او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې تلفات اوښتي دي.

وړاندې له دې وزارته په خپرې شوې اعلامیه کې زیاته شوې وه چې د پکتیکا ولایت په ګیان، نکه، برمل و زروکې ولسوالیو کې ۲۵۵ کسان مړه شوي او ۱۵۵ نور ټپیان دي.

اعلامیه همداراز زیاتوي، په خوست ولایت کې ۲۵ کسان مړه او څو کسان نور ټپیان دي. ورته مهال په ننګرهار ولایت کې هم د دې زلزلې په پایله کې پنځه کسان مړه شوي دي.

د دې تر څنګ طلوع‌نیوز ته د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې څه باندې ۲۵۰ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي، دا زلزله تېره شپه شاوخوا یوه نیمه شوې چې ډېری قربانیان یې د دې ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

همداراز، د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس په‌دې ولایت کې د زلزلې له کبله د لږ تر لږه د ۲۵ کسانو د مړینې او د څه باندې ۵۰ کسانو د ټپي کېدو پخلی کوي.

که څه هم دا شمېرې وروستۍ نه‌دي، خو د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، تر ویجاړیو لاندې د کسانو د راویستلو هڅې روانې دي او ښايي هره شېبه د قربانیانو په شمېرو کې بدلون راشي.

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، نن د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست کې له زلزلې ځپلو سره د هر اړخیزې مرستې په موخه په ارګ کې بېړنۍ غونډه تر سره شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په غونډه کې له زلزلې ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ ټولو اړونده ارګانونوته دنده وسپارل شوه چي د مرستي عاجل ټیمونه سیمي ته ولېږي.»

د هغه په وینا، په‌دې غونډه کې لارښوونه وشوه چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او ټپیانو د لېږد لپاره دې د هوایې او ځمکني ټرانسپورټه کار واخستل شي.

په‌دې لړ کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «له ټولو مرستندویه ادارو غوښتنه کوو چې په بیړنۍ توګه سیمې ته ټیمونه ولېږي، تر څو د فاجعې د لا پراخیدو مخه ونیول شي.»

د امریکا جیولوژیکي‌ سروې ادارې ویلي، د دې زلزلې مرکز د رېښتر په کچه ۶٫۱ درجه د خوست ولایت د سویل لوېدیځ ۴۴ کیلومټرۍ کې و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه