د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو د ورستیو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو لړۍ پیل شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مرستو راټولولو بهیر روان دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه ۱۶ مېلیونه افغانۍ په پام کې نیولي چې د ټاکل شوي کمېسیون له لارې زیانمنو کسانو ته ډالۍ کړي.»
بلخوا د ننګرهار، هلمند، لوګر، کندوز، کونړ او پروان ولایتونو اوسېدونکو د مرستې راټولولو د صندوق په اېښودلو سره له ځایي اوسېدونکو غواړي چې د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د هلمند ولایت اوسېدونکی عبدالباري وايي: «دوه ماشومانو چې خبرې یې هم نه شوې کولای، راغلل او په صندوق کې یې پیسې واچولې او دا حالت چې موږ ولېده، بېخي ترې متاثر شولو، دا زموږ د هلمندیانو مینه او اسلامي زړه سوی دی چې له خلکو یې لري.»
ورته مهال د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد قاسم ریاض وايي: «په هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او کلتوری رییس په مشرۍ دې ولایت کې د مرستو لړۍ نن سهار پیل شوه.»
پهدې لړ کې کاماېر هوايي شرکت هم د دې ولایتونو له زلزله ځپلو سره لس مېلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی مجیبالرحمان وايي: «له ټولو هېوادونو مو غوښتنه ده چې هېڅ ډول مالي او نورې مرستې و نه سپموي.»
د کابل اوسېدونکی ثمرګل وايي: «له هېوادوالو غوښتنه کوم چې د خوست او پکتیکا ولایت اوسېدونکو او ټولو خلکو سره چې پهدې پېښه کې زیانمن شوي، همکاري وکړي.»
بلخوا، د پنجشیر اوسېدونکو د خوست او پکتیکا د زلزله ځپلو لپاره څه باندې درې زره ډالر راټول کړی او د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د طبعي پېښو د ټپیانو لپاره ۵۰ زره سيسي وینه راټوله کړې ده.
په دې اړه مو اندونه