په افغانستان کې د یوناما سرپرست او د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جنوب ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلو سره په لېدنه کې د مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د یوناما سرپرست د پکتیکا او خوست د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره په لېدنه کې له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل، دوه زره کورنیو ته به د استوګنې کورونه جوړ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مرستیال مارکس پوټزل وايي: موږ د سرپرست حکومت له چارواکو سره کار کوو چې له هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د وروستیو زلزلو او سیلابونو له امله زیانمن شوي او د هغوی په غم کې ځان شریک کړو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال رامز الکباروف وايي: «موږ هڅه کوو چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره دوه زره د استوګنې کورونه جوړ کړو. موږ لا هم هڅه کوو چې د برمل او ګیان پکتیکا ولسوالیو سړکونه ورغوو.»
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست له یوناما وغوښتل چې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو کې د پرلپسې زلزلو د څېړلو لپاره د جیولوجي ټیمونو سیمې ته ولېږي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وايي: «نړیوال متخصصین عاجل راوغواړئ چې دلته تشخیص وکړي چې دا د اوسېدو قابل ده او که نهده. دا خلک دلته په تشویش کې دي، که دغو خلکو ته څومره بشري مرستې ولېږو، بشري او ضروري مرستې سمه ده، خو زموږ تعمیراتي کارونه هلته په تاوان باندې دي.»
د شمېرو پر بنسټ، په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د ورستیو زلزلو له امله تر زرو ډېر کسان مړه او تر ١٥٠٠ ډېر ټپيان شوي وو.
په دې اړه مو اندونه