د پروان ځينې اوسېدونکي د چاریکار ښار د ځمکې لاندې مارکېټ د پروژې د کار پر پڅوالي نیوکه کوي.
د چاریکار ښار د ځمکې لاندې مارکیټ د جوړولو چارې څو میاشتې وړاندې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې دي.
که څه هم د پروان سیمه ییزو مسوولانو ژمنه کړې وه چې د دې مارکېټ چارې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړوي، خو د میاشتو به تېرېدو سره، لا هم دا پروژه ګټې اخیستنې ته نه ده سپارل شوې.
د پروان اوسېدونکی نذیر الله وویل:«د چاریکار چوک کې په خیر جوړ کړي چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي که چېرې کوم ناروغ راولي نور لار نشته چې تر روغتونه یې بوځي.»
د پروان اوسېدونکی فضل احمد هم وايي:«د دغه ښار ښکلا هم راووځي او د خلکو کسب او کار هم برابر شي.»
د دې پروژې د چارو ځنډ پر دغه مسیر تلونکي ډېری موټر چلوونکي او مسافر هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
موټر چلوونکی غلام بهلول څرګندوي:«لار بنده ده یو یا دوه کاله کېږي چې د دغې پروژې کار هېڅ نه بشپړېږي موږ هم په تکلیف یوو او مسافر هم په تکلیف دي.»
که څه هم د دې پروژې مسوولان په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د پروان مسوولان د دې پروژې د ځنډ لامل د ساختماني موادو نشتون یادوي.
د پروان والي مرستیال محمد ادریس انوري وویل:«موږ دغه ځنډ ته متوجه یوو اوس باید عجله وکړو چې خپل ځند جبران کړای شوو.»
د چاریکارو ښاروال سید اېمل نېکمل آغا هم څرګنده کړه:«د دې لپاره مو جدي نه ده نیولې چې دا یو خصوصي شرکت دی او هغه خلک چې پانګونه کوي احیاناً ستومانه نه شي.»
د دې پروژې د رغولو چارې تر دې دمه د پخواني او اوسني حکومت له لوري درې ځله پیل شوي، خو لا هم روښانه نه ده چې کله به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.