انګېزه هلال اکبري چې یو کال کېږي د بغلان پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې درس وایي، د خپلو یو شمېر دوستانو په همکارۍ یې د هغو څه د پاسه ۲۰۰ نجونو لپاره د خیاطۍ د زدهکړې زمینه برابره کړې چې له ښوونځي بېبرخې شوې دي.
نوموړې وایي، د دې روزنیز پروګرام موخه له وزګارۍ څخه د نجونو خلاصول دي، څو په راتلونکي کې پر ځان بسیا شي.
د روزنیز مرکز مسووله انګیزه هلال اکبري وايي: «اصلي مبارزه همدا ده، دوی په داسې شرایطو کې چې د ښوونځیو دروازې یې تړلي دي، په ډېرې لېوالتیا سره راځي، بیا زدهکړې کوي.»
یو شمېر زدهکوونکې چې پهدې پرګرام کې یې ګډون کړی، وایي، له ښوونځي بېبرخې شوي او د خیاطۍ په زدهکولو سره غواړي د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.
زده کوونکې اسما نیازۍ وايي: «په یوې کورنۍ شپږ کسان زدهکړې کوو، تاسو فکر وکړئ چې موږ شپږ کسان له خپلې راتلونکې پاتې یوو.»
ښوونکې سمینه محمدي وايي: «دلته ښځو ته زدهکړه کوو چې یو څه زدهکړي او یو عاید ورته جوړ شي.»
له بلې خوا، د دې روزنیز مرکز ښوونکې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر پرانیستو ټینګار کوي.
د بغلان د پوهنې ریاست اداري مرستیال وایي، پهدې ولایت کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره ټول امکانات برابر دي.
د بغلان ولایت د پوهنې ریاست اداري مرستیال سراج الدین سعادت وايي: «موږ هیله لرو چې له شپږم ټولګي پورته په بغلان ولایت کې د نجونو ښووني پرانیستل شي.»
د بغلان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې پهدې ولایت کې څه د پاسه ۵۰ د نجونې لېسې موجودې دي چې کایو سل زره نجونې پکې په زده کړو بوختې وې.
په دې اړه مو اندونه