Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فاریاب په لولاش ولسوالۍ کې د درسي امکاناتو پر کمښت نیوکې

د فاریاب لولاش ولسوالۍ اوسېدونکي په دغې ولسوالۍ کې د درسي امکاناتو له کموالي شکایت لري.

د دغې ولسوالۍ یو شمېر ښځينه زده کوونکې، د مسلکي ښوونکو، درسي توکو او د نجونو لپاره د متوسطو او لېسو له کموالی شکایت کوي.

زده کوونکي وايي چې زده کړو ته لېواله دي؛ خو د امکاناتو له نشتوالي له امله د زده کړو له دوامه پاتېږي.

زده کوونکې پیکر وویل:«تخته نه لرو چې درس ووایوو موږ ښوونکی نه لرو، رسمي ښوونکي نه لرو.»

بله زده کوونکې شکریه هم څرګندوي:«۱۴ مضمونونه لرو اوس څلور دانې یې وایوو کتاب نه لرو کتابچه نه لرو استاد نه لرو.»

په لولاش ولسوالۍ کې یو شمېر ښځينه ښوونکې وایي، چې له منځني ښوونځي تر فراغېدو وروسته، د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله په غیر رسمي توګه تدریس کوي.

ښوونکې نصیره وايي:«مسلکي ښوونکی نشته ما په خپله په همدې غرنیزه سیمه کې درس لوستی تر اتمه مې لوستی، د دې لپاره چې د خلکو او زده کوونکو لېوالتیا ډېره کمه شوې زه راغلې یم او افتخاري درس ورکوم.»

دا په داسې حال کې ده، چې ځایي مسوولان په لولاش ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ستونزې تاییدوي. او وايي چې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره کافي بودیجه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه