Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار ولایت کې د ریحان صادراتو ډېرېدل

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، په تېر یوه کال کې له دې ولایته د ۱٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت ریحان بهر ته صادر شوي.

له دې سره هم‌مهاله د دې ولایت د کرنې ریاست بیا پر مسلکي کرکېله ټينګار کوي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي: «۱۲۹۷ ټڼه ریحان صادرات مو درلودل چې ارزښت یې نږدې ۱٫۶ مېلیون ډالرو ته رسېږي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمد الله نوري وايي: «ریحان باید په خپل وخت وکرل شي، په وخت ورته سره ورکړل شي او د متخصصو کسانو له لارښوونې سره سم وکرل شي.»

بل‌خوا په‌دې ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال یې پر زیاته ځمکو ریحان کرلي چې د تیرو کلونو په پرتله يې حاصلات زیات او قیمتونه يې لوړ دي.

کروندګر محمد عثمان وايي: «د ریحان کښت زیار ته په کتو، حاصل یې ښه دی.»

یو بل کروندګر جمعه خان وايي: «ریحان یو ښه کښت دی، لوړه بیه لري، حلال کښت دی او د تریاکو پرتله ښه دی.»

په کندهار کې هر کال شاوخوا شل زره جریبه ځمکه کې ریحان کرل کېږي چې بهر ته د صادرېدو تر څنګ په کور د ننه هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

یو سوداګر محمد زرین وايي: «ریحان شاوخوا ۱۶۰۰ تر ۱۷۰۰ پورې رسېږي او ښه بازار لري، ځکه هند ته صادرېږي.»

یو بل سوداګر عبدالباري وايي: «د کندهار ریحان لومړی د پاکستان کراچۍ ښار ته او له هغه ځایه بیا هند او دوبۍ ته لېږدل کېږي.»

په هېواد کې د کوکنارو په کښت د بندېز را وروسته د کرنیزو چارو کارپوهان په‌دې نظر دي چې که کښتونه په مسلکي ډول وکرل شي، حاصلات او ګټه-وټه به يې تر کوکنارو هم ډېره وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه