هرات کې یوه خیریه بنسټ له ۳ زره او ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره، د خوراکي توکو او ډبرو سکرو مرسته کړې ده.
د دغه بنسټ چارواکي وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې په زرګونه کورنۍ د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د احمد شاه فقیري مرستندویه بنسټ مسوول احمد شاه فقیری وايي:«د هغو درې زره او ۵۰۰ کورنیو لپاره چې کارټونه لري، هر کله چې دوی مرستې ته اړتیا ولري، موږ ورسره مرسته کوو.»
ورته مهال هرات کې ځينې کورنۍ د بې کارۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي اندېښمنې دي.
خدیجه چې یونیم کال وړانډې یې خپل خاوند هرات کې د جګړو پر مهال له لاسه ورکړی دی، له خپلو دوو ماشومانو سره دلته د مرستې ترلاسه کولو په پار راغلې ده.
خدیجه وایي، د درېیو یتیمو ماشومانو سرپرستي ور په غاړه ده.
خدیجه طلوع نیوز ته وايي:«ډېر وخت کېږي چې څه نه لرو کله چې خاوند مې شهید شو په کور کې مو څه نه لرل.»
د خدیجې په څېر سلګونه نورې مېرمنې او نارینه دلته د مرستې ترلاسه کولو په موخه راغلي، څو د ماشومانو ګېډې یې د څو ورځو لپاره مړې شي.
دا اړمن وایي، د بې وزلۍ او وزګارۍ په زیاتېدو سره یوه نمړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي.
اړمن عبدالغفور وویل:«د شپې چې خپل سر اېږدم د ژوند د ستونزو له امله تر یوې او دوو بجو خوب نه راځي.»
اړمنه شکیلا هم وايي:«داسې شپه وه چې مو هېڅ ونه خوړل، زموږ د برېښنا پیسې نه وئ، لور مې ناورغه ده دوه اوونۍ کېږي چې په کور کې پرته ده.»
له تېر یوه کال راهیسې هېواد کې د اقتصادي بحران له امله د بې وزلۍ او وزګارۍ کچه په بې مخینې ټوګه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، دا مهال افغانستان کې ۹۰ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
په دې اړه مو اندونه