په جوزجان ولایت کې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري په څه باندې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې وېشل شوې دي.
دا کورنۍ د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښې دي او د ژمي موسم په را رسېدو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
اته دېرش کلنه ګلالۍ چې د یوې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، یوه له هغو اړمنو ده چې له دې بنسټه یې نغدې پیسې ترلاسه کړې دي.
اړمنه ګلالۍ وايي: «له خیریه بنسټونو غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي، څلور ماشومان لرم، د مرستې لپاره راغلې یم.»
د جوزجان اوسېدونکي د دغو مرستو پر وېش خوښ دي او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې په را روان ژمي کې له دوی سره لا زیاتې مرستې وکړي.
اړمن حمیدالله وايي: «ژمی په رارسېدو دی، خلک درلته راغونډ شوي، موږ ته یې یو اندازه پیسې راکړې دي چې اوړه، غوړي او وریجې پرې واخلو، بیا هم له خیریه بنسټونو غواړو چې له موږ سره ډېرې مرستې وکړي.»
اړمنه سویتا وايي: «حکومت مرسته کړې، موږ دا مرستې په خپل روزګار او اولادونو لګوو، موږ نور کار او غریبي نهلرو.»
د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، دا مرستې یې پر ۱۲۰۰ کورنیو وېشلې دي.
د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر ذبیحالله وايي: «ټولټال ۱۲۵۶ کسان دي چې هر یوه ته مو لس زره او پنځه سوه افغانۍ ورکړې دي.»
دا مرستې داسې مهال پر اړمنو وېشل کېږي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره ډېری اړمنې کورنۍ اندېښمنې دي.
په دې اړه مو اندونه