نن (شنبه) د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ "فرضي" کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا وسلهواله نښته رامنځته شوې ده.
په خوست ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قل اردو ویاند محمد یار جواد طلوعنیوز ته د دې وسلهوالې نښې پخلی کوي او زیاتوي چې د دې پېښې د علت په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
خو يوه دولتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط طلوعنيوز ته زیاتوي چې دا نښته نن ماسپښین شاوخوا درې نيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د اسلامي مارت ځواکونو غوښتل ډېورنډ کرښتې ته څېرمه پر افغان خاوره يوه پوسته جوړه کړي، خو د پاکستان ځواکونو له لوري پرې ډزې شوې دي.
د دې سرچینې په خبره، دې نښتې دوه نیم ساعته دوام وکړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې مهاله جزییات نهدي ورکړل شوي.
د تېرې سهشنبې په ورځ هم پهدې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ وسلهواله نښته رامنځته شوې وه.
هغه مهال ویل شوي وو چې لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې پیل کړې وې، بیا یې په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو هم ډزې وکړې.
خو له دې نښتې وروسته د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له طلوعنیوز سره په خبرو کې ډاډ ورکړی و چې دواړه لوري هڅه کوي په راتلوونکي کې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.