په هلمند ولایت کې د ځینو سیمهییزو رسنیو مسوولان خبرداری ورکوي چې رسنۍ یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
په دې ولایت کې د رسنیو مسوولین او خبریالان له ملاتړو بنسټونو او سرپرست حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
د سکون رسنیزګروپ مسوول حافظ احمد نصرت وايي: «که چېرې له رسنیو ملاتړ و نهشي، ملاتړي بنسټونه ورته پاملرنه و نهکړي، لرې به نهوي چې په هلمند به هم لکه څنګه چې نورې رسنۍ تړل شوي، دا نورې رسنۍ به هم وتړل شي.»
د سباوون ګروپ مالي مسوول احسان الله احسان وايي: «ډېری رسنۍ خصوصاً په هلمند کې زیاتې تصویري رسنۍ او غږیزې رسنۍ خپل فعالیتونه ځنډولي دي.»
د غږ راډیو مسوول عبدالرشید هلمند وايي: «که دولت ملاتړ و نهکړي، دا اوسنۍ رسنۍ به هم ډېر ژر له بند سره مخ شي.»
په همدې حال کې پهدې ولایت کې ځیني خبریالان وايي، اوسني معاشونه یې د کورنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای.
ازاد خبریال حضرت محمد روحاني زیاتوي: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې خبریالانو ته توجه وکړي او د دوی په معاشاتو کې زیاتوالی راشي او کوم معاشونه چې خبریالان تر لاسه کوي، د دوی کورنیو ته بسنه نهشي کولای.»
د رسنۍ کارکوونکی عزیزالله رحیمي وايي: «موږ ته چې کوم معاشونه راکوي، دا زموږ د کور اړتیاوې نهشي پوره کولای. موږ له دولت او ملاتړ ادارو څخه دا غوښتنه ده چې زموږ د معاش غم دې وخوري.»
بلخوا بیا د اسلامي امارت مسوولان له سیمهییزو رسنیو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي: «په عموم کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره ورځ په هغه غونډه کې د رسنیو له استازیو سره د ټول هېواد په کچه له رسنیو سره د ښه برخورد او په عین زمان کې هغوی ته د مناسبو فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې چې هغه له اصولو سره سم تنظیم شوي وي، ډاډ ورکړ.»
د ویلو ده چې له نږدې دوو کلونو راهیسې په هلمند کې درې انځوریزې او څلور غږیزې رسنۍ تړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه