د هلمند سیمهییز مسوولان وایي، د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال پهدې ولایت کې شاوخوا شپږ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
د دوی په خبره، له دې ډلې یې له څه باندې دوه زره کورنیو سره د خپلو کورونو د بیارغونې په پار مرستې کړې دي.
د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي وايي: «د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې پنځه نیم زره تر شپږ زرو پورې کورونه ویجاړ شوي دي او په بشپړ ډول نړېدلي دي او له دې جملې څخه د ځینو موسسو په همکارۍ، د کډوالو چارو د ریاست په هلو ځلو باندې له دوه نیم زره کورنیو سره د کور د ترمیم او جوړولو لپاره مرسته شوې ده.»
دا کورونه د هلمند په نهرسراج او کریشک ولسوالیو کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوې دي.
ورته مهال د دې ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د خپلو کورونو د بیا رغولو وس نهلري او تر دې دمه ورسره هېڅ راز مرسته نهده شوې. دوی زیاتوي چې د تېرو جګړو پر مهال پر ځاني زیان سربېره پراخ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
د نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکی شریف الله وايي: «کورونه مو بمبارد شوي، ځایونه مو بمبارد شوي، ورور مې شهید شوی دی. ایلونه مو شهیدان شوي دي. پلار مې زخمي شوی دی، خپله زخمي شوی یم.»
د نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکی محمد ولي وايي: «موږ سره هېچا نه کمک کړی دی او موږ دا غواړو چې له موږ سره مرسته وشي او زموږ کورونه جوړ شي.»
د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکی الله نظر وايي: «لوی-لوی بمونه یې راوغورځول، تر اوسه پورې مو کور هاوار پروت دی، اوس یې د جوړولو امکان نهلرم.»
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او بمباریو پر مهال یې د کورنۍ غړي وژل شوي، د عدالت او تاوان غوښتنه کوي.
په دې اړه مو اندونه