د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یوې مېرمنې د کېک او کلچو پخولو د یوې کارخونې په جوړولو سره دېرشو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې کارخونې څښتنه زرمینه نوابي وايي، د دې کارخونې پر جوړولو یې دوه مېلیونه افغانۍ پانګهونه کړې ده او موخه یې ښځو ته د کار زمینې برابرول دي.
پهدې کارخونه څه باندې شل ډوله کېک او کلچې تولید او د پلور لپاره بازار ته وړاندې کېږي.
د کېک او کلچو د تولیدي کارخونې مسووله زرمینه نوابي وايي: «پانګهونه مې وکړه چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړم. دا یو کاروبار دی، ټول دلته یو کاروبار زده کوي او هم د کار په بدل کې یوه اندازه پیسې تر لاسه کوي چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»
مرسل چې پهدې کارخونه کې کار کوي، وایي، په خپلې تنخوا د لس کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
کارکوونکې مرسل وايي: «د کار په بدل کې د پیسو په تر لاسه کولو سره کورنۍ چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی، ډېرې کونډې او بېروزګاره خلک پرې خپل ژوند پر مخ وړلی شي.»
یوه بله کارکوونکې بيبي عاطفه زیاتوي: «دولت دې له موږ سره مرسته وکړي چې خپله کارخونه پر مخ او ستره کړو، زموږ کارکوونکې او تولیدات دې هم ډېر شي.»
په همدې حال کې یو شمېر مېرمنې وایي، په راحتۍ د ښځو له ځانګړې کارخونې د خپلې خوښې توکي پيري.
د بغلان اوسېدونکې مرضیه رحیمي وايي: «کلچې مې واخیستلې، ډېر ښې تړل شوي او لګښت یې هم کم دی او سوغاتي لپاره یې وړم.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر مېرمنو په بېلابېلو برخو کې پانګهونه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه