Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د فراه ولایت فرارود ولسوالۍ ۷۰ سلنه اوسېدونکي پېژندپاڼې نه‌لري

د فراه سیمه‌ییز مسوولان وایي، د دې ولایت فراهرود ولسوالۍ چې په تازه توګه د دې ولایت په اداري جوړښت کې اضافه شوې، ۷۰ سلنه اوسېدونکي یې پېژندپاڼې نه‌لري.

فراهرود ولسوالۍ چې د فراه ښار شمال ته په ۷۰ کېلومټرۍ کې پرته ده، یوه میاشت مخکې له بالابلوک ولسوالۍ جلا او په مستقله ولسوالۍ بدله شوه.

د فرارود ولسوال محمد صادق په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «ښايي اوویا سلنه یې پېژندپاڼې و نه‌لري او یوازې دېرش شلنه یې پېژندپاڼې ولري.»

په همدې حال کې د فراهرود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې څه باندې څلوېښت کاله عمر لري، وایي، تر اوسه هم پېژندپاڼه نه‌لري او په‌دې ولسوالۍ کې د پېژندپاڼو د وېش مرکز د فعالیدو غوښتنه کوي.

د فراهرود اوسېدونکی خدا رحیم وايي: «و وروره، موږ ان دومره روپۍ نه‌لرو چې کرایه ورکړو، تر هغه ځایه لاړ شو او پېژندپاڼې واخلو.»

د فراهرود یو بل اوسېدونکی عبدالحکیم زیاتوي: «زما څلوېښت کاله عمر دی، خو پېژندپاڼه نه‌لرم، غواړم دلته راته پېژندپاڼه راکړي.»

بل‌خوا، د فراه د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولان وایي، راتلونکی کال به په فراهرود ولسوالۍ کې د پېژندپاڼو د وېش مرکز فعال شي.

د فراه د احصایې او معلوماتو رییس عبدالکریم یوسف زیاتوي: «ان‌اشاء الله په راتلونکې کال کې زموږ پرسونل او ټول موارد چمتو دي او له نوي کال سره به پېژندپانې هم پیل شي.»

د فراه د سیمه‌ییزو مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د فراهرود ولسوالۍ له ۷۰ زره اوسېدونکو، یوازې ۱۴ زره یې پېژندپاڼې لري.

د فراه د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولان وایي، راتلونکی کال به په فراهرود ولسوالۍ کې د پېژندپاڼو د وېش مرکز فعال شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه