Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په خوست کې د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې

په خوست کې د نږدې څوارلسو مېلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پاکو اوبو دغه څلور شبکې چې د خوست په مرکز او اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د یوه مرستندویه موسسې له‌خوا جوړې شوې دي.

د کوار موسسې ولایتي مسوول  محمد حکیم وايي: «په‌دې کې ټول پنځه کلي نیول شوي وو یو کلی د بودجې د کموالی پر بنسټ د مرسته کوونکي له لوري ختم شوی دی او په څلورو کلو کې څلور ژورې څاګانې او دغه ارتفاعي کانکریټي ذخیرې جوړې شوې دي.»

د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو له لاري به ۶۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

په همدې حال کې ځایي اوسېدونکي د اوبو د دغو شبکو له پرانیستل کېدو او د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي خوښ دي.

د سیمې اوسېدونکی محمد جان وايي: «دا پروژه موږ ته ډېره لویه پروژه ده، د اوبو له اړخه موږ سخت په ستونزه کې و اوس له دې پروژې نه موږ ډېر برخمن شولو.»

د سیمې اوسېدونکی سیدالله رحیمي زیاتوي: «له دې سره الحمدلله د دوه کورونو او په ټوله کې ۲۵ نلکۍ موږ ته لګېدلي دي.»

بل خوا، د خوست سیمه‌ییز مسوولان وایي، دغه پروژې خورا حیاتي دي او ټولو نړیوالو بنسټونو ته د پروژو د عملي کولو او د هغوی د امنیت د ټینګولو ډاډ ورکوي.

د خوست ولایت مرستیال محمد انور دین پرور وايي: «هره موسسه د اقتصاد ریاست ته ورځي، له هغوی سره ځان معرفي کوي او موږ ټولو موسسو ته اعلان کړی چې د سر په قیمت ستاسو امنیت ساتو.»

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د خوست په لرې پرتو سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه