په روزګان ولایت کې د عمري ښارګوټي اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري.
دوی وایي، په سیمه کې یې پراختیایي پروژې نهدي عملي شوي او د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو نهشتون له امله له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د روزګان اوسېدونکی بشیر زیاتوي: «اوس موږ سرک، ښوونځي او کلینیک ته اړتیا لرو. تاسو باور وکړئ چې یو ناروغ دلته پیدا شي، تر څو یې تر مرکزه رسوو، یوازې زرنج ترې لس زره کلدارې کرایه اخلي، موټر نهشته.»
قومي مشر ساعت محمد وايي: «په هغه وخت کې چې د دې سروې شوې ده ۶۸ زره نفوس لري او د ولسوالۍ لپاره دویم شرط هم پوره کوي.»
بلخوا د دې ښارګوټي يو شمېر نور اوسېدونکي هم د پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتونکي دي.
د روزګان اوسېدونکی سیفالله وايي: «پروژې پلې شي، سرکونه او څلورلارې جوړ شي، ان موږ حوزه په کرایي ځای کې ده.»
بلخوا، سیمهییز مسوولان هم د دې ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې مني، خو وایيؤ هڅه کوي، څو عمري ښارګوټی په ولسوالۍ بدل او پهکې پراختیایي پروژې عملي کړي.
د روزګان والي محمد عالي جان پهدې اړه وايي: «د اسلامي امارت مشرتابه دې ته وادار دی چې دغه ډول خدمات وړاندې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د روزګان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د پام وړ پراختیایي پروژو په نه عملي کېدو نیوکه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه