په هرات کې دوو خویندو له ښوونځيو او پوهنتونونو بېبرخې نجونو ته د خیاطۍ زدهکړې مرکز فعال کړی دی.
د دې کارخونې مسووله وايي، هره ورځ لسګونه زدهکوونکې او زدهکړیالانې پهدې مرکز د خیاطۍ په زدهکړه بوختې دي.
د خیاطۍ مرکز مسووله یلدا یوسفي پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «دلته له شپېتو ډېر شاګردان لرو چې په دوی کې د کور ښځې، نجونې او د پوهنتون زدهکړیالانې هم شته.»
بلخوا، یو شمېر زدهکوونکې هم په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوی.
زدهکړیاله سمیرا زیاتوي: «که د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شي، دوی کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. د دې پر ځای چې په کور کې کېني او وخت یې بېځایه تېر شي، ځان ته دې یوه لاره غوره او خپل راتلونکی دې روښانه کړي.»
یوه بله زدهکړیاله فاطمه وايي: «غوښتنه مو دا ده چې زموږ ښوونځي پرانیزي او هغه کسان چې له ښوونځي سره لېوالتیا لري، وکولای شي لاړ شي خپل درس ولولي او زدهکړې وکړي.»
دغه نجونې چې د ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو وروسته د خیاطۍ په زدهکړه بوختې دي، وایي، د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو وروسته، له رواني فشارونو سره مخ دي.
زدهکړیاله سهیلا وايي: «د ښوونځیو، پوهنتونونو او کورسونو له تړل کېدو وروسته ډېری ښځو خیاطۍ ته مخه کړې ده، دا غوره کسب دی. که د بل چا په درد و نه خوري، خو خپله د یوه چا په درد خوري.»
یوه بله زدهکړیاله اسما زیاتوي: «که څوک کار وکړي، روحیه یې پیاوړې کېږي، په کور کې چې و، کار نه و، زړه مو تنګېده.»
په تېرو نږدې دوو کلونو کې په هرات کې د نجونو لپاره د خیاطۍ او نورو حرفو د زدهکړې مرکزونه پرانیستل شوي دي.
د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، ګڼ شمېر دغو نجونو حرفهیي زدهکړو ته مخه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه