د هلمند پوهنې ریاست مسوولان وایي، د روان کال په اوږدو کې به پهدې ولایت کې ۹۳ ښوونځیو ته ودانۍ ورغوي.
د دغو مسوولانو په خبره، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسي یې په هلمند کې ۳۲ ښوونځي رغولي او دغه بهیر به دوام ولري.
د هلمند پوهنې ریاست د عمومي زدهکړو امر محمد اسماعیل سعادت وايي: «په روان کال کې په اساسي ډول ښوونځي جوړوو او همداراز د شلو ښوونځیو احاطوي دېوالونه رغوو او د شلو بابو مکاتبو لپاره د تشنابونو پلان لرو.»
ورته مهال، یو شمېر زدهکوونکي هم له سرپرست حکومته د دوی د ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي، څو په ارامه فضا کې زدهکړو ته دوام ورکړي.
زدهکونکی عبدالعلي وايي: «ستونزې مو دا دي چې ښوونځی مو سم جوړ نهدی او تشنابونه هم نهلرو، نور کارونه هم خراب دي، دلته خیمې دي او په ژمي کې ساړه وي.»
یو بل زدهکونکی ضمیر احمد زیاتوي: «ښوونځی مو چهار دېوالي نهلري، اداره مو زړه ده، ټولګي مو زاړه دي، ډېر یوو، په ټولګي کې نه ځایېږو.»
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې پهدې ولایت کې د ښوونځیو رغولو بهیر چټک کړي.
د سیمي اوسیدونکی پیر محمد وايي: « درې نیم سوه یا څلور سوه شاګردان دي او موږ غواړو چې دلته موږ ته ښوونځی جوړ شي.»
د سیمي اوسیدونکی رحمتالله وايي: «له اسلامي امارت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې زموږ اولادونه دلته په ګرمي او سړې هوا کې درس وايي او سرک ته نږدې دي، چهار دېوالي دې ورته جوړه او ځای دې ورته معلوم کړي.»
د هلمند پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال پهدې ولایت کې ۴۱۹ ښوونځي شتون لري چې له دې منځه ۲۳۴ ښوونځي ودانۍ نهلري.
په دې اړه مو اندونه