Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډایکندي نابینایان؛ د یخنۍ، تیارو او لوږې په تنګو کې

د ډایکندي ځینې اوسېدونکي چې د کورنیو غړي یې نابینا دي له ناوړه اقتصادي وضعیته اندېښمن دي او وایي، د حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستو پرته به د ژمي تېرول ورته ګران وي.

فاطمه چې د خپلې کورنۍ یواځنۍ ګټیالۍ ده، د کورنۍ پنځه غړي یې نابینا دي.

دا مېرمن د خپلې کورنۍ له ناوړه اقتصادي وضعیته کړېږي او وایي، چې پر نورو ستونزو سربېره، د ژمي سړې هوا یې ستونزې لا زیاتې کړي او له سختو ننګونو سره مخ دي.

فاطمې وویل: « زه د دې کورنۍ یواځنۍ ګټیالۍ یم، پنځه نابینا کسان لرو، ځینې وخت د دوی اړتیاوې پوره کولی شم، خو ځینې وخت یې نشم کولی، موږ د دوی د تودوخي لپاره لرګي نه لرو، غله نه لرو چې ډوډۍ ورته چمتو کړم.»

د ډایکندي یو شمېر نور اوسېدونکي، چې د کورنیو غړي یې نابینا دي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د ډایکندي اوسېدونکې، طیبې وویل: « اقتصاد مو ضعیف دی، زه کار کوم اولادونه او پلار یې ساتم، ژوند دې نو تېریږي.»

د ډایکندي یو بل اوسېدونکي، ناصر هم وویل: « له دولته غواړو چې زموږ سره مرسته وکړي، او که مرسته ونه کړي نو موږ همغه خپل د ژوند خرڅ هم نه لرو.»

په همدې حال، د ډایکندي د شهیدانو او معلولینو چارو رییس وایي، هڅه کوي څو دغه ولایت کې د نابیناوو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ډایکندي د شهیدانو او معلولینو چارو رییس، محمد اصف فاتح زیاته کړه: « موږ هڅې کوو څو د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ نابیناوو کسانو ته مرستې چمتو کړو او خپله د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري هم له دوی سره مرستې کیږي.»

د ډایکندي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شمېرو له مخې، تر دې دمه دغه ریاست سره تر دوه زره زیات معلولین ثبت کړي، چې له دې ډلې یې څه باندې ۳۰۰ نابینایان دي.

د ډایکندي د شهیدانو او معلولینو چارو رییس وایي، هڅه کوي څو دغه ولایت کې د نابیناوو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ