Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حیرتان-مزارشریف رېل پټلۍ د بیارغونې چارې پیل شوې

د حیرتان - مزارشریف وسپنې پټلۍ د بیارغونې چارې د یوه اوزبیکستاني شرکت له لوري پیل شوې.

د وسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایي، پر دې پروژه څه د پاسه شپږ میلیونه ډالر لګښت راځي او چارې به یې هم تر راتلونکو درېیو میاشتو بشپړې شي.

د وسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال، سید نعیم محمدي د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه پټلۍ د ځینو کسانو له لوري ویجاړه شوې وه خو تمه ده په معیاري توګه د دغې ادارې له بودیجې بیا ورغول شي.

د وسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال، سید نعیم محمدي وویل: « دغه پټلۍ د ناپوه خلکو له لوري ویجاړه شوې وه چې نظام ته یې لوی زیان ورساوه، اوس الحمد الله له یو پاکستاني شرکت سره هوکړه شوې چې بیا روغول شي.»

د بلخ د وسپنې پټلۍ ادارې رییس، شفیق الله محمود څرګنده کړه: « لګښت یې شاوخوا ۶میلیونه او ۳۰۰ زره ډالر ده چې هوکړه شوې ده.»

د بلخ د والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس هم وویل: « هغه پروژې چې د ازبیکستانه تر پاکستانه او بیا تر افغانستانه پلي کیږي له ګاونډیو هېوادونو سره زموږ اړیکې پیاوړې کوي.»

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې د دغې پټلۍ د غیر فعاله پاتې کېدو له امله، د بلخ په ګمرک کې د توکو د تخلیې کچه زیاته شوې وه.

د دغې خونې رییس زیاتوي چې د یادې پټلۍ بیا فعالېدو سره به، په بلخ کې د سوداګریزو توکو د تخلیې په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي په دې اړه وویل: « د حیرتان-مزارشریف رېل پټلۍ د فعالیت د محدودېدیت له کبله چې په حیرتانو کې د تخلیې د زیاتوالي لامل شوې وه د بیارغونې چارې یې بیا پیل شوې او له بشپړېدو سره به سوداګرو ته استانتیاوې رامنځ ته شي.»

د مسوولینو په خبره، د حیرتان - مزارشریف د وسپنې پټلۍ څه باندې سل کیلومټره اوږدوالی لري چې په ۲۰۱۱ کال کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري د څه باندې ۱۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه