د نيمروز ولايت ځینې فرهنګي فعالان وايي، چې د دغه ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ابراهيم سنجراني تاريخي کلا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د دغې کلا بیارغونې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
ویل کیږي د ابرهیم سنجراني تاریخي کلا ۴۰۰ کاله مخینه لري.
په نیمروز کې فرهنګي فعال، امید بلوچ د طلوعنیوز خبریال ته وویل: « که یوه څه د ویلو او ویاړ لپاره وي نو هغه زموږ تاریخ دی، او تاریخ چې څه بیانوي هغه لرغوني اثار دي.»
په نیمروز کې یو بل فرهنګي فعال، مهرالله بلوچ هم وویل: « د ابراهیم سنجراني کلا یو له نوموتو تاریخي کلاګانو ده چې زموږ د تاریخ او هویت ښکارندویي کوي او له حکومته مو غوښتنه ده چې دغه تاریخي کلا بیا ورغوي.»
د نیمروز ولایت سیمه ییز مسوولین بیا په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ساتنې لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس، حبیب الله الهام وویل: « دا زموږ دنده ده چې د لرغونو اثارو ساتنه وکړو ځکه هم زموږ یو تاریخي شی دی او هم کولای شي چې زموږ لپاره د عایدو یو سرچینه شي.»
نیمروز د هېواد یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې د سیستان له لرغونې دورې راهیسې په دغه ولایت کې ډېرې مهمې لرغونې کلاګانې او ابدې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه