Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد تاریخي ابدو او بډایه تاریخ، بهرني سیلانیان تر بلخ او سمنګان رسولي

ځینې بهرني سیلانیان کابل، هرات، بامیان او سمنګان ولایتونو ته له سفر وروسته، بلخ ولایت ته تللي دي.

دغه سیلانیان چې د امریکا، اسټرالیا، جاپان، پولنډ، السلوادور، بریټانیې، ویټنام او جرمني دي، په لس ورځني سفر افغانستان ته راغلي دي.

دغه سیلانیان افغانستان د کلتور، تمدني مخینې، مېلمه پالنې او خوندورو خوړو له پلوه په زړه پورې هېواد ګڼي.
 
د انګلستان اوسېدونکي میتیو ډیاس و ویل: «موږ د افغانستان د لیدلو لپاره لس ورځنی پلان درلود او له کابل څخه مو پیل وکړ، بیا مو هرات، بامیان، سمنګان ته سفر وکړ او اوس په مزارشریف ښار کې یو، خلک ډېر ښه دي، هر څوک مېلمه پالنه کوي او تر ټولو مهمه دا ده، چې افغاني خواړه رښتیا هم خوندور دي.»

د السلواډور اوسېدونکي جایش مینجیوار و ویل: «زه ډیر لیواله وم چې افغانستان له نږدې ووینم ترڅو د افغانستان کلتور، خلکو او ښکلا سره آشنا شم. بالاخره نن موږ افغانستان ته راغلو، دا هیواد واقعا یو ښکلی ځای دی، خلک یې عالي دي او پر دې سربیره ډیر ښکلی طبیعت او بډایه تاریخ لري.»

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس بیا وايي چې د افغانستان اوسني شرایط د سیلانیانو د سفر لپاره خورا مناسب دي.

نوموړی د اسلامي امارت لخوا د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني و ویل: «بهرنیان په ازاده او د امن په فضا کې له هرې سیمې لیده کاته کولی شي. بهرنیان راځي او دلته له تاریخي ابدو او تاریخي سیمو لیدنه کوي.»

افغانستان د ډيرو سیاحتي ځایونو، لرغونو آبدو او بډایه تاریخ په لرلو سره، هر کال د ګڼو سیلانیانو پام ځان ته اړوي. په وروستیو میاشتو کې هم د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سلګونه سیلانیان افغانستان ته راغلي او د هیواد له تفریحي او لرغونو ځایونو یې لیدنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه